ملګري ملتونه 22 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي غوښتنه كړ?? چې لګري ملتونه دې د كشمير په اړه د سلامتي كونسل قراردادونه عملي كړي او په دې لړ كښې دې د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر كشمير لپاره خپل ځانګړې استازې وټاكي كوم چې د سلامتي كونسل قراردادونه عملي كړي۔ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په خپله وېنا كښې وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ووئيل چې د ملګري ملتونه دې مقبوضه كشمير ته پلټنو لپاره انكوائري كميشن ولېږي۔ ده ووئيل چې پاكستان نړۍ ته وائي چې هغه دې په مقبوضه كشمير كښې په كشميريانو د پېلټ ګنز بريدونو او په بې ګناه وګړو د تشدد او ظلم مخ نيوې وكړي۔ د رياستي پالېسې په توګه مېرمنو سره د زياتي لړې دې بند كړ?? شي۔ د مېډيا بلېك آؤټ دې ختم كړ?? شي۔ په مقبوضه كشمير كښې دې تور قوانين ختم كړ?? شي او د كشمير ټول سياسي مشران د?? خوشي كړ?? شي۔ وزيراعظم ووئيل چې هند په مقبوضه كشمير كښې د نړۍ پام د خپلو ظلمونو نه بل خوا ګرځولو لپاره په كنټرول لائن پرله پسې د ډزبندې خلاف ورزي كوي۔ ده ووئيل چې سږ كال د جنورې نه تراوسه هند د ډزبندې 600 خلاف ورزې كړ?? دي۔ پاكستان په دې صورتحال د تحمل څرګندونه كړ?? دي خو په كنټرول لائن د كوم ډول كمپائن يا د پاكستان په ضد د محدود جنګ په ډاكټرائن عمل كولو س??ه هند ته به برابر ځواب وركولې شي۔ ده ووئيل چې ملګري ملتونه دې د كشمير په اړه د سلامتي كونسل قراردادونه عملي كړي او په دې لړ كښې دې د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر كشمير لپاره خپل ځانګړې استازې وټاكي۔