نيويارك 19 ستمبر (اے پ?? پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د امريكې دوهم اولس مشر مائيك پنس سره د نهې په ورځ ملاقات كړے ۔د ملاقات په مهال د شريكښې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې ۔د مېډيا له مخې پھ دې موقع شاهد خاقان عباسي ووئيل پاكس??ان سيمه كښې د ترهه ګرۍ خاتمې له لوظي دے ٬د ترهه ګرۍ په ضد مرسته به روانه ساتلې شي٬پاكس??ان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې لويې زيان پورته كړے ۔د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې پاكس??ان د نړيوال اتحاد برخه دے ۔ده ووئيل امريكې سره د ترهه ګرۍ په ضد جنګ او پھ ??ور?? چارو خبرې اترې كول غواړو۔په دې موقع د امريكې دوهم اولس مشر د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي هركلے وكړو۔ده ووئيل امريكا د پاكس??ان سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي٬سيمه كښې امن او سلامتيا له پاكس??ان سره پھ ګډه كار كول غواړو٬امريكا پاكس??ان سره دډېرې مودې همكاري غواړي٬پاكس??ان سره ښو اړيكو له ن??ې لارې لټوو۔په دې موقع خارجه وزير خواجه محمد آصف٬خارجه سېكتره تهمينه جنجوعه٬ملګرو ملتونو كښې د پاكس??ان سفيره مليحه لودهي٬امريكا كښې د پاكس??ان سفير اعزاز احمد چوهدري او فواد احمد فواد هم موجود وو۔د امريكې په پلاوي كښې سوئېلي آسيا لپاره د امريكې دوهم خارجه وزير ايلس ويلز او د پاكس??ان او افغانس??ان لپاره د قامي سلامتيا ډائرېكټر هم موجود ؤ