اسلام آباد 04 دسمبر (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي سره د امريكې دفاع وزير جنرال جېمز ??ېټس د ګل په ورځ وزيراعظم هاٶس كښې ليدلي دي ٬ د امريكې دفاعي وزير په حېث د جنرال جېمز ??ېټس دا د پا??ستان وړومبنۍ دوره ده ۔ په دې موقع د امريكې دفاع وزارت سينئر چارواكي او پا??ستان كښې د امريكې سفير هم موجود وو ٬ دغسې د وزیراعظم معاونت د خارجه او داخله چارو وزيرانو او د اړوندو وزارتونو سينئر چارواكو كولو۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې د امريكې دفاع وزير جنرال جېمز ??ېټس ووئيل د دورې مقصد پاکستان سره تر ډېرې مودې ٬ په زړه پورې او مستقلو اړيكو لپاره شريك بنيادونه لټول دي۔ ده ووئيل پا??ستان سره د اوږدې مودې تړون تر مخه د پا??ستان لخوا د ترهه ګرۍ او تند خوښۍ په ضد جنګ كښې د وركړو قربانيو او د ځانونو د ضياع نه ښه خبر يم او زه ده پا??ستان د وسله والو ځواكونو ??ېشه ورې پوهې قدر كوو او ورته په درنه سترګه ګورم۔ جنرال مېټس منطقه كښې د ترهه ګرۍ خاتمې شريك مقصد لپاره دوامداره او د نزدې مرستې په اهمېت زور راوړو۔ وزیراعظم شاهد خاقان عباسي امریکې سره د اوږدې مودې اړيكو ذكر كولو سره ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه مرستې زياتولو او په شريكو هلو ځلو استحكام لپاره پراخه مشاورت ته اړتيا ده ۔ وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د پا??ستان نكته نظر وړاندې كولو سره ووئيل افغانستان كښې د امن او استحكام زياته ګټه پا??ستان ته رسي۔۔ ده د امريكې دفاع وزير سره اتفاق وكړو چې منطقه كښې پائېدار استحكام لپاره په افغانستان كښې امن او د سلامتيا مقصد ترلاسه كولو لپاره د دواړو هېوادونو د خوښې ذكر وكړو۔ ده افغان خاوره د پا??ستان په ضد د كارولو په اجازې نه وركولو د امرېكې د عزم هم ستائنه وكړه۔ د امن او امان صورتحال ښه كولو لپاره د ترهه ګرۍ مخنيوي اوس??ۍ كاروائۍ رامخې كولو سره وزیراعظم شاهد خاقان عباسي ووئيل پا??ستان به د تېرو څلورو كالو خپلې كاميابۍ لا زياتولو لپاره ټول هېواد كښې په استخباراتې بنيادونو ??اروائۍ دوامدارې ساتي۔ وزیراعظم ووئيل پاکستان كښې د ترهه ګرو هېڅ پټ ځايونه نشته او ټول قام د ترهه ګرۍ د هر ډول لعنت خاتمې لپاره عزم لري