نیو یارک۔ 07جنوری(اے پی پی) د امريكا يوې مهمې ورځپاڼې نيويارك ټائمز د پاكس??ان او امريكا ترمينځه كشيده صورتحال نظر كښې نيولو سره د پاكس??ان د ستراتيجيكي اهميت ذكر كړې او په دې خبره ئې زور راوړې چې ډونلډ ټرمپ بايد پاكس??ان سره تعميري او د مثبتې مرستې لارې ولټوي۔ نيويارك ټائمز د خالي په ورځ په خپل يو اېډېټوریل كښې په پاكس??ان د امريكائي تورونو ذكر كولو سره ووئيل د ټرمپ لخوا د پاكس??ان مرستې معطل كولو پرېكړې اعلان د افسوس وړ دے۔ د ورځپاڼې ترمخه افغانس??ان كښې مېشته امريكائي عسكرو ته زياتره سامان د پاكستاني سړكونو او رېل دلارې رسولې شي۔ داسې كولو سره پاكس??ان څه وخت هم افغانس??ان ته د امريكا رسنه بندولې شي۔ اېډیټوریل كښې دا هم وئيلې شوي چې پاكس??ان چين سره اتحاد كولې شي كوم چې وړاندې څخه پاكس??ان كښې د بنيادي اډانو په منصوبو كښې په لويه كچه سرمايه كاري كوي او هند سره د پاكس??ان په رويه كښې سختې راتلې شي۔ ورځپاڼې دا هم ليكلي چې پاکس??ان د نائن الېون څخه وروس??و ?? امريكا مرسته وكړه۔ په كال 2014 ء كښې د پاكس??ان پوځ د پاكستاني طالبانو په ضد بشپړ كاروائي وكړه چې په سوب ئې پاكس??ان ډېرو زيانونو سره مخ شو۔ د ورځپاڼې ترمخه په ابتدائي توګه ځينې پاكستاني چارواكو د مرستې معطل كېدو په اعلان سخت غبرګون ښودلې بياهم د جمعې په ورځ د پاكستاني خارجه وزارت بيان كښې د دوه اړخيزه احترام او زغم څخه د كار اخستو په حاجت خبره شوې۔ په دې حالاتو كښې بايد اولس مشر ټرمپ هم سوچ وكړي چې آيا پاكس??ان سره تعميري او د مثبتې مرستې لارې لټولې كېدې شي۔