اسلام آباد 10 جنوری (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي د تعليم پرمختګ او پراختيا اصل ??و كوټلې س??ما??ه كاري ده٬آغا خان فاؤنډېشن او پوهنتون د تعليمې څانګې پرمختګ لپاره د قدر وړ كردارتر سره كړې۔اولس مشر دا خبرې د آغا خان پوهنتون كراچۍ پلاوي سره خپلو خبرو كښ?? وكړې چا چې د شورو په ورځ ايوان صدر كښ?? د پوهنتون صدر فيروز رسول په مشرۍ كښ?? ده سره ملاقات كولو۔په دې موقع اولس مشر ته د آغا خان پوهنتون په اړه بريفنګ هم وركړې شو۔اولس مشر ووئيل آغا خان پوهنتون د تعليم په بېلا بېلو څانګو كښ?? د قدر وړ كردار ترسره كوي او په نتيجه كښ?? به يې د راتلونكو څو كلونو په مهال د ژوند په بېلا بېلو څانګو كښ?? د پوهانو لويه شمېره تياره شي كومه به چې د قامي پرمختګ رفتار ګړندې كولو له ذريعه وګرځي او ورسره به د اولس د ژوند معيار هم لوړ شي۔په دې موقع د آغا خان پوهنتون نا??ب صدر الكريم حاجي او اسماعيلي نېشنل كونسل پاكستان صدر حافظ شېرعلي سره د ايوان صدر اعلٰی چارواكي هم موجود وو