اسلام آباد 23 جنوري (اے پي پي) وزير??عظ?? شاهد خاقان عباسي به د جنورې په 24 او 25مه نېټه په ډيووس- كلوسټرز٬ سوئټزرلېنډ كښې د نړيوال اقتصادي فورم په كلنه غونډه كښې ګډ??ن كوي۔ وزير??عظ?? ته د دې دورې كولو بلنه د نړيوال اقتصادي فورم باني او اېګزېكټو چيئرمېن پروفېسر كلاس شواب وركړے۔ د نهې په ورځ د خارجه دفتر لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې وزير??عظ?? به په يو شمېر مهمو دستورو كښې ګډ??ن كوي او نړيوالو مشرانو او د امريكې٬ اروپا٬ چين او د جاپان د 15 نامتو ملټي نېشنل كمپنو مشرانو سره به ملاقاتونه كوي۔ وزير??عظ?? به د نړيوالو اقتصادي مشرانو د غېر رسمي ډَلې په خاص غونډه كښې د هېوادونو او حكومتونو مشرانو سره هم ليدنه كوي۔ هغه به د جنورې په 24مه نېټه د بېلټ اېنډ روډ د اثراتو په موضوع په غونډه كښې ګډ??ن كوي۔ وزير??عظ?? شاهد خاقان عباسي به وال سټريټ جر??ل٬ نكي/ اېف ټي ګروپ?? واشنګټن پوسټ٬ سي اېن اېن او د رائټر پشمول د مېډيا لويو نړيوالو ادارو سره مركې هم كوي۔ د نړيوال اقتصادي فورم په كلنه غونډه كښې د وزير??عظ?? ګډون به كاروبار٬ سرمايه كارې او تجارت لپاره پاكستان ته د يو مهم مقام په توګه د رامخې ته كېدو موقع وركړي او د پاكستان پرمختګ كوونكې معيشت به په ډاګه كړې شي۔ دا به په غېر رسمي غونډو كښې يو شمېر نړيوالو مشرانو سره د ملاقات او په بېلا بېلو چارو د خبرو اترو كولو يوه مهمه موقع هم وي۔