اسلام آباد 28 جن??ري (اے پي پي﴾ پاكستان د مقبوضه كشمير شوپيا ضلعې په ګانوپوره كلي كښې د جنورې په 27مه نېټه د هندي ځواكونو د طاقت د وحشيانه استعمال سخته غندنه كړې د كوم په نتيجه كښې چې درې نور ??ې ګناه كشميري وګړي شهيدان او ګڼ شمېر ژوبل شوي دي۔ د خارجه دفتر لخوا د اتوار په ورځ جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې په سوله ايزو او بې ګناه مظاهرچيانو ډزې او د هغوي په ضد و??له كارول د كشميريانو په ضد د هند د روانې رياستي ترهګرې ثب??ت دے۔ په بيان كښې وئيلي شوي دي چې كشميريانو ثابته كړې ده چې كوم تشدد٬ جبر هغوي د خپلواكې د حق ترلاسه كولو نه منع نه شي ساتلې۔