اسلام آباد 05 اپریل(اے پی پی) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي هېواد كښې د ټېكس نظام آسانولو٬د ټېكس غلا مخ نيوي او د ټېكس دائره پراخا كولو له د اقتصادي اصلاحات ??یكج ترمخه 5 نكاتي ټېكس ايمنس??ي سكيم اعلان كولو سره وئېلي ديد قامي شناختي كارډ نمبر به د انكم ټېكس لمبر وي٬ 12 لكه د كال آمدن لرونكي وګړي به د انكم ټېكس نه استثنٰی لري٬د 24 نه تر 48 د كال آمدن لرونكې به 10 فيصده٬د 48 فيصده نه زيات آمدن لرونكي به 15 فيصده ټېكس وركوي٬ د بهر هېواد څخه پېسې په قانوني توګه راوړونكې به يوازې 2 فيصده جرمانه وركوي٬پھ صوبائي كچ به هم ټېكس تر يو فيصد راوستلې شي٬ د لږ ماليت جائيداد به حكومت په 100 فيصده ګټه د اخستو حقدار وي٬د ايمنس??ي سكيم په حقله به آرډيننس جاري كولې شي كوم به چې وروستو قانوني شكل خپلوي٬ايمنس??ي سكيم به تر 30م جون 2018 دوام لري٬د ايمنس??ي سكيم اطلاق به پھ سياسي خلكو د هغ??ي د كفالت لاندې خلكو او په دولتي ملازمانو نه كېږي۔وزيراعظم ووئيل ټېكس ايمنس??ي سكيم د وخت ضرورت وو٬په دې مونږ د تېرو شپږو مياشتو نه د اړوندو سره مشاورت روان ساتلې٬د دې بنيادي مقصد يو داسې پیكج جوړول وو چې ورسره د ټېكس دائره كار پراخا شي او اولس له آسانۍ وركړې شي٬ټېكس وركول د هر وګړي بنيادي فرض دي٬ده ووئيل دا وخت دا كيفيت دې چې د هېواد په 207 ملين خلكو كښې يوازې 12 لكه كسان د انكم ټېكس ګشوارۍ جم?? كوي چې پكښې پنځه لكه د زيرو ريټرن وي۔د دې مطلب دا دې چې يوازې 7 لكه كسان انكم ټېكس جم?? كوي چې پكښې تر ټولو زياته شمېره د ملازمانو ده۔ده ووئيل دا يو غېر ناوړه صورتحال وو پھ كوم چې حكومت سوچ كولو چې په دې څان??ه كښې انقلابي اصلاحات ضروري دي۔پھ نړۍ كښې چې د كومو خلكو آمدن زيات ??ي هغ?? زيات ??ېكس وركوي او چې د كومو آمدن لږ وي د هغ??ي د ټېكس شرح لږه وي۔وزيراعظم د 5 نكاتي ايمنس??ي سكيم اعلان كولو سره ووئيل نوې نظام به پنځه بنيادي سببونه لري٬په دې كښې به ټېكنالوجي كارولې شي٬اول به ټېكس نه وركونكو ته نوټسې لېږلې شوې چې پكښې د بدعنوانۍ احتمال وو اوس د نوې ټېكنالوجۍ ترمخه نوې نظام جوړولې شي۔وزيراعظم ووئيل اوس به قامي شناختي كارډ نمبر د ټېكس نمبر وي٬په هېواد كښې 120 ملين خلك شناختي كارډونه لري٬هغوي به يو فارم ډكوي او د ټېكنالوجۍ د لارې به د هغ??ي د آمدن د ذريعې معلومولې شي۔وزيراعظم ووئيل د ايمنس??ي سكيم دوهمه برخه د انكم ټېكس شرح قابل برداشت جوړول دي د دې ترمخه 12 لكه روپۍ د كال آمدن لرونكي وګړي به د انكم ټېكس نه استثنٰی لري٬د 12 لكه نه تر 24 لكو آمدن لرونكي وګړي به 5 فيصده او د 24 نه تر 48 آمدن لرونكي به لس فيصده او د 48 نه زيات آمدن لرونكي 15 فيصده ټېكس وركوي۔وزيراعظم د هېواد دننه او بهر د بانك اكاؤنټ او اثاثې لرونكو پاكستاني وګړو له ايمنس??ي سكيم اعلان كړی۔ده ووئيل د پاكستان دننه نه ښودونكو اثاثو باندې به په ظاهرولو 5 فيصده جرمانه وي او دا به د يو ځل لپاره وي د دغې نه پس به هغ?? وګړې ټېكس وركونكې ګڼلې شي۔ د پاكستان نه بهر اثاثې په باقاعده چينل هېواد ته په راوړولو به 2 فيصده جرمانه وي۔د هېواد نه بهر د ډالر اكاؤنټ لرونكې پاكستاني به هلته پېسې اېښودلې شي دلته په څرګندولو به 5 فيصده ټېكس وركوي۔وزيراعظم ووئيل پخوا به داسې سكيمونه يوازې د ريونيو جم?? كولو لپاره معرفي كېدل خو دا ځل د دې سكيم مقصد د ټېكس دائره پراخا كول دي۔ده ووئيل هېواد كښې چې كومه طريقه رائج ده د هغې ترمخه د جائيداد په كاغذونو كښې لږ نرح ښودلې شي او په حقيقت كښې جائيداد د ډېرو روپو وي٬د يو كروړ پراپرټي په كاغذونو كښې د پڼځو لكو روپو ښودلې شي٬د دې صورتحال مخ نيوي له نوې نظام كښې په جائيداد څرګندولو به يو فيصد ټېكس وركول وي او د خپل جائيداد بيعه به لږه ښودونكو په ضد به كاروائي كولې شي۔پھ دې لړ كښې لږ ماليت ښودونكو كسانو جائيداد به د ښودلي نرخ نه يو په دوه بيعه حكومت اخستې شي۔وزيراعظم ووئيل خلك دوه دوه عمرې كوي او د دوي د برېښنا بل په لاكهونو وي خو انكم ټېكس ريټرن نه جم?? كوي٬د نوي نظام ترمخه د مالي كال پھ اختتام به داسې خلكو ته نوتس جاري كولې شي چې د خپل آمدن او اثاثو ترمخه ټېكس جم?? كوی۔ وزيراعظم ووئيل چې كوم خلك په ايمنسټي ټېكس سكيم كښې شي هغ??ي له به د آرډيننس قانوني شكل د لارې وركولې شي او كوم خلك چې سركاري عهديدار دي پھ هغ??ي به د دې اطلاق نه وي٬ دا سكيم به تر 30م جون دوام لري۔د آف شور كمپنو په حقله وزيراعظم ووئيل چې آف شور كمپنۍ هم اثاثه ده او آف شور كمپنۍ لرل جرم نه دې او كه څوك دا اثاثې لري نو دا موقع ده چې دا دې كليئر كړي او د دې سكيم نه فائده پورته كړي۔وزيراعظم ووئيل زمونږ حكومت د اولس ټاكلې حكومت دې او مونږ د قانون سازۍ حق لري او تر آخري دقيقې به كار كوو۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل مونږ د انتظامې اتهارټي په حقله خپل حق كارولې٬د حكومت موده مو پنځه كاله كړی او زمونږ خيال دې چې د دې سكيم به ټول سټېك هولډرز مرسته وكړي او كه په عدالت كښې دا سكيم چېلنج هم شي نو عدالت به پريكړه كوي خو زمونږ بنيادي مقصد د پاكستان ښه والې دې دغسې چې وګړي د ذمه وارۍ ثبوت وركولو سره د هېواد پرمختګ او خوشحالۍ خپل كردار ترسره كړي۔د چيف جسټس سره د ملاقات ??ه حقله د پوښتنې په ځواب ده ووئيل مونږ د هېواد معاملاتو خبرو اترو له د چيف جسټس نه وخت غوښتې و او د هېواد په چارو مو خبرې كړې دي۔په دې ملاقات ??ښې كومه ذاتي خبره نه ده شوې٬د سېنېټ ټاكنو او د سېنېټ چيئرمېن په اړه د يوې پوښتنې په ځواب وزيراعظم ووئيل ما ډېره نيغه خبره كړی چې كوم خلك د ووټونو اخستلو د لارې سېنېټ ته راغلي آيا د دې سره د پارلمان او جمهوريت مقام زيات شوې؟ كوم خلك چې ټاكل شوي وو هغ?? دې حلفي بيان وركړي چې مونږ ووټونه نه دي اخستې او پېسه مو نه ده لګولې٬ما د سېنېټ او د سېنېټ چيئرمېن ټاكنو كښې د خريد او فروحت معامله د اولس عدالت ته وړاندې كړی۔د يوې پوښتنې پھ ځواب ده ووئيل د سېنېټ چيئرمېن زما د بلولو اختيار نه لري كوم خلك چې د ووټونو د خرڅ او اغستو دفا?? كوي هغ??ي له سپيناوې پكار دې٬عمران خان دې اووائي چې د هغ?? 14 اېم پي اے ګان خرڅ شوي دي يا نه٬ كه زما په بيان د چا استحقاق مجروح شوې وي نو زه يې پروه نه لرم۔د لوډشېډنګ پھ حقله د پوښتنې په ځواب وزيراعظم ووئيل هېواد كښې لوډشېډنګ نشته٬خو چرته چې تكنيكي مسئله وي يا فيډرې په زيان وي هلته لوډشېډنګ كېږي