اسلام آباد 28 جون (اے پي پ??) پاكستان كښې ټول ټاكنو لپاره د اروپائي ائ??لاف انتخابي مبصر مشن كار پېل كړے٬مشن به تر ستمبر پاكستان كښې اس??وګ??ه كوي٬د انتخابي عمل ترسره كېدو ??ه دوه مياشتې پس به د وړاندېزونو پشمول جامع راپور خپروي٬راتلونكې ټول ټاكنې پاكستان كښې د جمهوريت پرمختګ لپاره يو مهم پړاؤ دے٬قوي هيله لرو چې دلته به زمونږ موجودګي د سپيځلې انتخابي عمل سبب شي٬د اروپائي ائ??لاف مبصرين به د ټاكنو د نګرانۍ نړيوال قواعدو باندې په سختۍ سره عمل كوي۔د زيارت په ورځ په اسلام آباد كښې خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال د اروپائي ائ??لاف چيف آبزرور مائيكل ګيلر ووئيل د اروپائي مبصرينو شمېره به د 100 نه زياته وي٬زما لپاره د اعزاز خبره ده چې په درېم ځل پاكستان لپاره د اروپائي انتخابي مبصر مشن مشري كوم٬د اروپائي ائ??لاف مبصر مشن مېنډېټ د انتخابي عمل د ټولو اړخونو مشاهده كول او جاج اخستل دي چې ټول ټاكنې تر كومه حده د پاكستان د قوانين له مخې كېږي او دا چې پاكستان جمهوريت لپاره د نړيوال او سيمه ايز باور تر كومه حده پاسداري كوي پ?? كومو چې ئې لاس ليك كړې۔ده ووئيل د اروپائي ائ??لاف دا مشن اسلام آباد كښې مېشته د ټول ټاكنو د لسو تجزيه نګارو په مركزي ډله مشتمل وې نور د اوږدې مودې 60 مبصرين به راتلونكو څو ورځو كښې راروسي او د جولائي پ?? پیل كښې به په ټول پاكستان كښې په ځاې كړې شي٬مائيكل ګيلر ووئيل مبصرين چې كله خپلو سيمو ته ورسي نو هغوي به هلته انتخابي عملې كانديدانو او د سول سوسائټۍ استازو سره ملاقاتونه كوي او د دې نه پس به هغه خپل مشاهدات خپلې مركزي ډلې ته لېږي۔ده ووئيل مبصر مشن كښې به د اروپائي پارلمان د غړو هېوادونو پلاوي او په پاكستان كښې مېشته اروپائي سفيران هم شامل شي او دغسې د مشن د ټولو غړو شمېره به 100 ته ورسي۔ده ووئيل د كال 2013م د ټول ټاكنو نه پس د اروپائي ائ??لاف مبصر مشن 50 وړاندېزو??ه د ټاكنو كميسون ته وركړي وو چې پكښې په ډېرو عمل شوے دے۔)م ع/ض