اسلام آباد 05 جولائي (اے پي پي) په پاکستان كښې د ایران سفیرمهدی هنردوست وئيلي دي چي پا??ست??ن او ايران نزدې وروڼه او دوست هېوادونه دي٬ دواړه په تاريخي ٬ كلتوري او مذهبي رشتو كښې تړلي دي او د دواړو هېوادونو ترمېنځه اړيكې به په راتلونكي وخت كښې لا وده وكړي٬ د نړۍ او د منطقې د حالاتو په تناظر كښې د پا??ست??ن او ايران ترمېنځه د ميډيا پشمول په ټولو څانګو كښې مرسته د وخت ضرورت دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ايراني سفير د زيارت په ورځ د قامي خبر رسنې ادارې اېسوسي اېټډ پرېس آف پا??ست??ن (اے پي پي) د مركزي دفتر دورې په مهال مېنجنګ ډائرېكټر ??سع??د ملك سره په ملاقات كښې كړې۔ د اے پي پي اېم ډي ??سع??د ملك مركزي دفتر ته په راتګ د سفير هركلے وكړو۔ په دې موقع سفير ته د اے پي پي په طريقه كار او د سبسكرائبرز ته د خبرونو د وركولو پحقله بريفنګ وركړو۔ د ايران سفير ووئيل پا??ست??ن او ايران نزدې وروڼه او دوست هېوادونه دي٬ دوي په تاريخي ٬ كلتوري او مذهبي رشتو كښې تړلي دي او د دواړو هېوادونو ترمېنځه به په راتلونكي وخت كښې اړيكې لا وده وكړي٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه اړيكو او روابطو كښې اضافه شوې ده٬ په ايران د نړيوالو بنديزونو باوجود په تېرو درې كالو كښې دواړو هېوادونو ترمېنځه د تجارت حجم د 600 مېليونه ډالرو نه 1.3 اربه ډالرو ته رسېدلے دے او راتلونكو كښې به دا لا وده وكړي ځكه چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه په بېلا بېلو څانګو كښې د مرستې پراخه امكانات موجود دي?? ده ووئيل د ایران دروازې تل پا??ست??نيانو او پا??ست??ن?? ميډيا لپاره پرانستې دي٬ بايد د پا??ست??ن ميډيا د ايران دوره وكړي دغسې چې د ايران پحقله د منفي ډنډورو ازاله وكړې شي?? ده ووئيل مونږ د يو بل په زړونو كښې اوسېږو او د ايران سپريم لارښود چې كله هم د پا??ست??ن ذكر كوي نو خوږ پا??ست??ن وائي او ھغوي دا خبره د زړه نه كوي?? ده د دواړو هېوادونو د قامي خبر رسنو ادارو اے پي پي او ارنا ترمېنځه د تفاهم دستاوېزاتو ته زر تر زره په حتمي شكل وركولو زور رواړو۔ د ایران سفیر ووئيل د منفي تاثر برعكس په چاه بهار بندر ځائ هند يوازې په پټروكيميكل څانګه كښې د 35 مېليونه ډالرو سرمايه كاري كړې ده ٬ د چاه بهار بندرځائ د پا??ست??ن پشمول د منطقې ټولو هېوادنو لپاره پرانستې دے?? ده ووئيل پاکستان او ایران په يوه بيړۍ كښې ناست دي او په راتلونكي كښې به د دواړو هېوادونو ترمېنځه اړيكي او ملګرتيا لا زياته شي۔ په دې موقع د اے پي پي مېنجنګ ډائرېكټر ??سع??د ملك ووئيل پا??ست??ن او ايران په عظيم تاريخي ٬ كلتوري او مذهبي رشتو كښې تړلي دي?? ده ووئيل د ايران او پا??ست??ن قامي خبر رسنو ادارو ترمېنځه د خبرونو ٬ معلوماتو رسنې لپاره طريقه كار وضعه كولې شي?? ده ووئيل د سيمه ايزو او نړيوالو حالاتو په نتاظر كښې د نيوز اېجنسو كردار مسلمه دے۔ د نیوز اېجنسو د دې كردار په تناظر كښې اے پي پي په دې ورستيو كښې نړيوال كنفرنس كړې چې پكښې د 19 هېوادونو د نيوز ايجنسو مشرانو او استازو ګډون كړې۔ په دې كنفرنس كښې د خبر رسنو ادارو ترمېنځه د خبرونو او د معلوماتو شيئرنګ لپاره په تګلار وضعه كولو هم سلا شوې٬ او د شريك وېب پورټل جوړولو سره سره د اے پي پي ګلوبل په نامه وېب پورټل هم جوړولې شي چې پكښې ارنا هم شامله ده۔?? ده د ايران سفير ته ووئيل چې اے پي پي د انګليسۍ او اردو ژبې نه علاوه په ځائي ژبو كښې هم د خبرونو د ترسيل ذمه واري په ښه ډول ترسره كوي?? ده ووئيل اوسمهال د اے پي پي د زرو نه زيات سبسكرائيبرز دي او وېب ټي وي هم پېل كړے شوے دے او ټي وي چېنل جوړولو لپاره هڅې روانې دي۔ ??سع??د ملك ووئيل اے پي پي ارنا سره مرستې له چمتو ده۔ د دې نه وړاندې د اے پي پي مركزي دفتر ته په راتګ مېنجنګ ډائرېكټر ??سع??د ملك او نورو چارواكو د ايراني سفير تود هركلے وكړو او دوي ته ئې د ګلونو ډالۍ وړاندې كړه۔